د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس کندهار ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر مدیریتې حالت برسي کړ او د کندهار والي حیات الله حیات، ملکي او نظامي چارواکو سره یو ځاي له هوایي ډګر ساحو او بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

همداراز یې ددوې ستونزو او وړاندیزونو ته په کتو اړوندو چارواکو ته د چارو ښه کولو او ژر تر ژره غوره خدماتو چمتو کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د هیواد یو له ترټولو مهم هوایي ډګر دی، چې هره ورځ په کې په سلګونه مسافرین کابل، ولایتونو او بهرنیو هیوادونو ته الوتنې کوي.

د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه تل هڅه کړې چې د هوایي ټرانسپورټ کاروونکو ته د خدمتونو د لاسرسي لپاره هر ډول هڅې وکړي، چې له نیکه مرغه، د نیمګړتیاو سره سره په دی ورستیو کې د هیواد د هوایي خدماتو چمتو کولو پروسه کې د پام وړ وده کړې.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۳ کب ۱۳۹۸