د کندوز ولایت د هوایي ډګر د پرمختیایي پروژو څخه لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې جګ پوړې پلاوې د دې ادارې د عمومي مشر محمود شاه حبیبي په مشرۍ کندوز ولایت ته سفر وکړې او د هغه ولایت د هوایي ډګر څخه لېدنه وکړې.

ښاغلی حبیبي د یاد هوایي ډګر له ټولو برخوڅخه لېدنه وکړه او د پاتې ستونزو او کموالیو د بشپړولو لپاره یې اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه تر څو لازمې اقدامات تر لاس لاندې ونېسي. د دې سفر په ترڅ کې ښاغلی حبیبي د کندوز والي، د ولایتي شورامشر او نورو خایي چارواکو سره لېدنه درلود.

 

 

 

 

 

هغه د چارواکو سره په خبرو کې وویل؛ چې د هوایي ډګرونو د پرمختیا چارې وخت ته اړتیا لري او د وخت په پام کې نېولو سره کار به یې سرته ورسول شي. ده زیاته کړه چې د کندوز ولایت اوسېدونکو د یادې پروژې په اړوند هره ډول ستونزو او اړتیاوې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې سره شریکه کړي.

د یادولو ده چې دکندوز ولایت د هوایي ډګر رنوې ۲۵۰۰ متره اوږدوالی لري او د ترمینل  د جوړونې کار هم په پخته ډول سره بشپړ او د ګټه اخیستنې وړ ده.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه هیات د کام اېر هوایي شرکت له مسؤلینو او تخنیکي ټېم څخه د دې ادارې د پلاوې د انتقال په اړه منندوی دي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غویې ۲۰