د ملکي هوایي چلند ادارې، د عامې روغتیا وزارت، او هوایي شرکتونو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په لپاره ګډه ناسته ترسره شوه

نن د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په دفتر کې د عامې روغتیا وزارت مرستیا محمد پیکان، د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، د کام ایر هوایي شرکت مسئول ښاغلي شریفي، او د ذکر شویو شرکتونو د نور چارواکو په ګډون د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په اړه ناسته ترسره او پکې لازم تدابیر ونیول شول.


په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د عامې روغتیا وزارت دی د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته خپل طبي ټیمونه واستوي ترڅو د ویروس شکمن قضیې وپیژني او په دی اړه د کابل – ارومچي سکتور کې ټولو مسافرینو ته د معلوماتو پاڼې چمتو او توزیع کړئ.
همداراز عامې روغتیا وزارت دنده واخیسته چې د دې ویروس پیژندلو پروخت د درملنې څرنګوالي په اړه اړین ګامونه او اقدامات ترسره کړی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل د دې مسلې په اړه نړیوال روغتیا سازمان سره په تماس کې دی چې د تشخیص او درملنې په اړه یې ورسره پري بحث کړی.
په ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د هوایي ډګرونو او هوایي شرکتونو ټولو چارواکو ته دنده وسپارله چې ټول لازم اقدامات په پام کې ونیسی او مسافرینو ته لازم وقایوي معلومات چمتو کړي.
د یادونې وړ ده چې د کرونا ویروس پدې وروستیو کې په چین هیواد کې خپور شوی او د لسګونو تنو ژوند یې اخیستی او نږدې زر تنه یې په روغتون کې بستر کړي دي.
سربیره پردې په سعودي عربستان، ترکیه او امریکا، کې ددې ویروس محدودې قضیې پیژندل شوې دي.
د ملکي هوایي چلند اداره له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې یاد شویو ځایونو ته د سفر پرمهال د هیواد د عامې روغتیا وزارت لخوا توزیع کوونکې معلوماتي پاڼه کې شامل وړاندیزونو ته بیل پام وکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۵ سلواغه ۱۳۹۸