د هوایې ترافیکو خدماتو د وړاندې کولو د همکاریو ګډ سند د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې او د تاجکستان د ملکي چلند ادارې لخوا لاسلیک شو

Letter of Agreement for provision of Air Traffic Services singed between Afghanistan and Tajikistan Civil Aviation Authorities.
۹ وري ۱۴۰۰
د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس د سفر په یوه څڼډه کې چې ګاونډي او دوست هېواد تاجکستان ته یې درلود، د هوايې ترافیکو د خدماتو همکارۍ سند د هوایي ترافیکو د خدماتړ په برخه د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.
دغه سند د مخکینو همکاریو ترڅنګ د نوي تغیراتو په راوړلو کې او همدارنګه د معلوماتو ورکولو او شریکولو په برخه کې د دواړو لوریو چې هوایي حریمونه یې معلوم او ایجادوي.
همدارنګه د یوې کړنلارې ټاکل د همکاریو په جریان کې د هوایي ترافیکو د کنټرول لپاره د کابل د هوایي ترافیکو(Kabul ACC)او د دوشنبې د هوایي ترافیکو خدایي(Dushanbe ACC)د دواړو تخنیکي ټیمونو ترمنځ د لاسلیک لپاره اماده شوی وو.
د یادونې وړ ده، چې د نوې هوايي مسیر په جوړیدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پرواز کې اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي او مستقیم تاثیر یې په ملي عوایدو له همدغه لارې راغلی دی.
د اطلاعاتو او اړیکو آمریت