د ملکي هوایي چلند د قانون تعديل شوی متن به په راتلونکو پنځو ورځو کې نهايي او د تصویب لپاره چمتو شي.

۲۴ کب ۱۳۹۹
نننۍ ناسته چې نن ورځ یکشنبه د ملکي هوایي چلند ادارې د عملیاتي معین امانزیب انصاري په مشرۍ د همدې ادارې د مختلفو برخو د رئیسانو په شتون کې جوړه شوې وه، په مختلفو اړخونو کې د ادارې د اوسني وضعيت بررسې، د حل لارو پر پيداکولو او د پروګرامونو د پلي کولو په څرنګوالي باندې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
په پیل کې د ملکي هوایي چلند قانون د تعديل شوی متن، چې د څه مودې راهېسې ورباندې کار روان و د یادې ادارې د مسوولینو مخته د نظر غوښتلو په پار وړاندې شو.
ښاغلي انصاري تاکيد وکړ، چې تر راتلونکو پنځو ورځو پورې ټول اړوند ریاستونه مکلف دي، چې د قانون د نهایي کولو په پار خپل نظرونه شریک کړي، ترڅو نهايي نسخه د تصويب لپاره اماده شي.
په ورته وخت کې ، د (protocol questions) یا هغه بینچ مارکونه چی د هوايي چلند نړیوال سازمان – ICAO لخوا د ملکي هوایی چلند د ادارو مصئونیتې معیار پری اندازه کیږی، تر بحث لاندی ونیول شول، چې د امانزيب انصاري لخوا یې (پوښتنو ته په ځواب ورکولو او د تعین شوو بینچ مارکونو لاسته راوړلو) باندې تاکيد وشو او دوه میاشتې وخت یې ورکړ، چې د دې ادارې د ریاستونو لخوا اجراات تکمیل او راپور یی به یی هفته وار په ورته جلسه کی د ټولو مربوطه رئیسانو او د اداري د رهبرۍ په حضورداشت کی وړاندی کوي.
د ناستې په پای کې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معين د شته برنامو څخه د ادارې د مسلکي کارمندانو د ظرفیت لوړونې لپاره معتبره برنامه یاده کړه او د دې ادارې رئیسانو ته یې يادونه وکړه، چې د امکان ترحده د ادارې د پرمختګ او د ظرفیتونو په لوړونو کې لا ډېرې هڅې وکړي او خپله انرژي مصرف کړي.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت