د ملکي هوایي چلند ادارې د دریو نویو سرپرست رئیسانو معرفي کولو مراسم د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ریاست، تخنیکې خدمتونو ریاست، او د پروازونو خوندیتوب ریاست سرپرست رئیسان معرفي شول

 

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده نن د یوي غونډې په ترڅ کې ددې ادارې یوشمیر رئيسانو، کارکوونکو، د هوایي شرکتونو چارواکو، او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو په ګډون د یاد شویو ریاستونو نوي سرپرست رئیسان په شمول د عبدالرحمن عزیزي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د سرپرست رئیس په توګه، احمد سجاد صافي د تخنیکې خدمتونو سرپرست رئیس په توګه، عبیدالله رشیدي د پروازونو خوندیتوب ریاست سرپرست په توګه د ادارې کارکونکو ته وروپیژندل.


په دې مراسمو کې د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس نوي سرپرستانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د ملکي هوایي چلند خدماتو معیاري کولو کې د ملکي هوایي چلند سکټور برخه اخیستونکو او لوړ پوړو چارواکو پر لوی مسؤلیت ټینګار وکړ او ویې وایل چې د هیواد ځوان انجنیران باید په مختلفو سکتورونو کې خپلي ژمني او رهبریت ثابت کړي او د چارو ښه والي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
هغه همداراز د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پخواني رئیس انجنیر تیمورشاه حمیدي، او ددې هوایي ډګر د سرحدي پولیسو پخوانې قوماندان جنرال روحاني د ښو کارونو او مدیریت په نیکۍ سره یادونه وکړه او د نوو همکارانو د موفقیت هیله یې څرګنده کړه.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۳ سلواغه ۱۳۹۸