له بهرنیو ځواکونو څخه د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر د مسوولیتونو اخیستلو په موخه د ملکي هوایي چلند ادارې چمتوالی.

شنبه، 18 سلواغه ۱۳۹۹
د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري نن له ماسپښین وروسته د دې ادارې د تخنیکي رئیسانو په شتون کې د (Tetra Tech) مؤسسې له مسوولینو سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
دغه ناسته د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي هوایي چلند ادارې ته د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر د سپارلو او دغه راز د اړتیاوو د نښه کولو همغږۍ په موخه ترسره شوه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري د هوایي ډګرونو د مسوولیتونو د لېږد پروسې په اړونده ستونزو خبرې وکړې او په دغه برخه کې یې د لنډ مهال منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونو په جوړولو بحث وکړ.
همدا رنګه د دې ادارې د تخنیکي برخو مسوولینو په تخنیکي برخه کې د کارکوونکو د موجوده ظرفیتونو، الوتنې خوندیتوب، هوایي ترافیکو خدماتو او د ګراونډ هینډلینګ په اړه معلومات او وړاندیزونه د یادې مؤسسې له مسوولینو سره شریک کړل.
د (Tetra tech) مؤسسه د امریکا د متحده ایالاتونو د نړیوالې پرمختیایي ادارې USAID سازمان څخه ګمارل شوې، چې د ملکي هوایي چلند ادارې ته د ناټو ځواکونو څخه د مسوولیتونو د منظم پلان په جوړولو کې مرسته وکړي؛ ترڅو د مسوولیتونو لپاره مناسبه زمینه چمتو کړي، چې د لیږد وروسته په کومه برخه کې تشه رامنځته نه شي.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دې اوونۍ په جریان کې به د ملکي هوایي چلند ادارې تخنیکي پلاوی له دې مؤسسې سره د مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوایي ډګر څخه لیدنه ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر د المان هېواد په تخنیکي او مالي همکارۍ جوړ شوی، چې په دې برخه کې د دوی همکاري لا هم روانه ده.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت