د مزارشریف – تاشکند او تاشکند – مزارشریف د مستقیمو پروازونو پیل کیدو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ملکي هوایي چلند ادارې یو لوړ رتبه پلاوي د قوانینو او نړیوالو معاهداتو رئیس خلیل الله ابوي په مشرۍ بلخ ولایت ته په سفر کې د ازبکستان د هوایي چلند ادراې له رئیس الوغ بیک سره د لیدو په ترڅ کې د دوی سره د مزارشریف – تاشکند او تاشکند – مزارشریف تر منځ د مستقیمو پروازونو د پیلولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه سند د بلخ ولایت ځایي چارواکو پشمول د دې ولایت والي محمد اسحاق رهګذر د مالکي هوایي چلند ادارې سلاکار احمد الله فیضي او د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر رئیس حسیب الله سروش په حضور کې لاسلیک شو.
د دواړو هیوادونو استازو د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ د پراخولو او د کابل – تاشکند د اقتصادي – سیاسي اړیکو پیاوړتیا لپاره داسې سند پرازښته یاد کړ.
د دې سند لاسلیک کول د دواړو هیوادونو (افغانستان او ازبکستان) ترمینځ د مستقیمو پروازونه امکانات چمتو کوي.
په دې سکتور کې د پروازونو پیل د مسافرینو لیږد او د هیواد او خصوصي شرکتونو لپاره د اقتصادي پلوه د نوي فرصتونو رامینځته کولو شرایطو کې خورا مهم دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د سیمي هیوادنو سره په نړیوالو سکتور کې پروازونو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی.
چې له دې لارې به هم د مسافرینو او هم د بار وړلو لیږد لپاره زمینې برابره شي او هم به د اقتصاد او کارموندنې شرایطو کې د هیواد او خصوصي سکتور لپاره نوي فرصتونه چمتو شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۸ د لړم ۱۳۹۸