د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د مشرتابه هیات ناسته نن «چهار شنبه د غویې ۱۹» له غرمې د مخه د دې ادارې د عمومي مشر محمود شاه حبیبي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده او د دې ادارې رییسانو حضور درلودل.
د آجندا په مطابق د اداري چارو چټکتیا، د دې ادارې او اړوندو ریاستونو ترمنځ د لاغوره هماهنګۍ، د هوایي ترانسپورت د خدماتو وړاندې کولو ښه والۍ او د پرمختیایي پروژو د تطبیق بهیرپه اړه بحث او تبادل نظر وشوې. د ناسته په پای کې د یادو موضوعاتو په هکله د عمومي ریاست مقام اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه ترڅو لازمې اقدامات ترلاس لاندې ونېول شي.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۷ د غویې ۱۹