ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د مصر هیواد سفیر سره ولیدل

د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په کابل کې د دوست هیواد مصر سفیر حاني صلاح سره ددې ادارې په مقر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د مصر او افغانستان ترمینځ د هوایي خدمتونو د تړون د نهایی کیدو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

همداراز په دې کتنه کې د قاهرې او کابل ترمنځ د مستقیمو پروازونو پر پیل او تخنیکي همکارۍ هم خبرې آترې وشوې.
په وروستیو کې د مصر سفیر د ایکاو په ټاکنو کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۰ د لړم ۱۳۹۸