د ملکي هوایي چلند ادارې او د بناء کابل ساختمانې شرکت ترمینځ د هواپیژندې تعمیر د جوړولو او ترمیم لپاره د یوې پروژې قرارداد لاسلیک شو.

د ملکي هوایي چلند ادارې او د بناء کابل ساختمانې شرکت ترمینځ د هواپیژندې تعمیر د جوړولو او ترمیم لپاره د یوې پروژې قرارداد لاسلیک شو.
د هواپیژندنې تعمیر د جوړولو او ترمیم پروژه د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده او د بناء کابل ساختماني شرکت رئیس انجنیر حکيم حسني لخوا لاسلیک شوه.
دا قرارداد د ۲۷،۷۹۰،۹۰۰ افغانۍ ارزښت لري چې پري به د ملکي هوایي چلند ادارې د هواپیژندنې تعمیر ترمیم او جوړ شي.

د قرارداد لاسلیک کولو په ترڅ کې د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي ریس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده ټینګار وکړ، چې نوموړې پروژه به د وړتیا او تخنیکي لحاظه د ملکي هوايی چلند ادارې لخوا په سمه توګه څارل کیږي.
شرکت باید د قرارداد له شرایطو سره سم پروژه تر دوو میاشتو پوري بشپړه کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۵ د سرطان ۱۳۹۸