د جمهور رئیس سلاکار د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره وکتل

۱۱ وري ۱۴۰۰
د شخړو د حل په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار محمد ابراهیم الکوزي د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړه لورو د ملکي هوایي چلند ادارې د انکشافي پروژو ترڅنګ د احمد شاه بابا د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا په اړه نظرونه سره تبادله کړل.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت