د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د محب د عمومي کمپنیو له مشر سره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د محب د عمومي کمپنیو مشر له ښاغلی ابراهیم محب سره د خپل کار په دفترکې وکتل. دواړ لورو د خصوصي سکتور د نقش او رول په اړه سره خبري کړې.د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د پرمختیایي پروژو په پلي کولوکې خصوصي سکتور اغیزمن وباله ویې ویل د ملکي هوایي چلند په برخه کې دوی سره همکار دي. په مقابل کې د یاد کمپنیو مشر وویل؛ دغه کمپنۍ د ملکي هوایي چلند په ډګرکې هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غبرګولې ۱۵