په ننګرهار ولایت کې د نوي هوایي ډګر د جوړېدو چارې په ګمبیري دښته کې روانې دي.

۲۹ سلواغه ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د نوی هوایي ډګر ساختماني چاري په درېیو (۳) مرحلو کی پلان شوی وي:
#لومړۍ_مرحله: په لمړۍ مرحله کی د مطالعاتو ترڅنګ د احاطې دېوال جوړېدل، فینس (کټاره)، امنیتي برجونه، د ساتونکو د ځای ودانۍ او د اوبو څښلو د څاه جوړېدل شامل وه، چې د ښېوې ولسوالۍ په ګمبیري دښته کې یی نوي (۹۶) سلنه چارې بشپړې شوي دي.
#دوهمه_مرحله: په دوهمه مرحله کې د ځغاست لیکه (رنوی کرښه) د ۴۵ متره په عرض او ۳۰۰۰ متره په اوږدوالي، ټکسوی د ۴۵ متر په عرض او ۱۱۰۰ متره په اوږدوالي، رمپ د ۲۰۰ متر په عرض او ۵۰۰ متره په اوږدوالي، د سرکونو او پارکونو جوړېدل شامل دي.
ددي مرحلې د ډیزاین چاري د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا بشپړې شوي او د داوطلبۍ لپاره ملي تدارکاتو ته لېږل شوې، چې د پلان مطابق به د دوهم پړاو ساختماني کارونه د (۲۰۲۱) کال د جولای په لومړۍ نېټه د نږدی ۴۰ میلونه ډالرو په ارزښت پیل شي.
#دریمه_مرحله: په درېیم پړاو کې د مسافرو ترمينل، د اطفایې ودانۍ، د هوایي ترافیکو او هوا پېژندنې خدماتو وړاندي کولو ودانۍ شامل دي، چې د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا یې د ډیزاین چارې روانې دي او د پلان مطابق به د یاد هوایي ډګر د جوړېدو چارې د ۲۰۲۳ کال تر اخیره پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د يادوني وړ ده چی ننګرهار د هېواد یو له ختیځو ولایتونو څخه دی، چې د تولیداتو ظرفیت لري. د دې ولایت د هوایي ډګر جوړېدل د ختیځ مېشتو ولسونو یو له اساسي او مهمو غوښتونو څخه وو. همدارنګه به د یاد هوایی ډګر څخه د کابل د نامناسبې هوا او په اضطراري حالتو کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د بدیل په توګه ترې ګټه اخېستل کېږی، ددی ترڅنګ د ختیځو ولایتو نښلول د هیواد نورو برخو سره او د حجاجو د انتقال پروسه هم خورا ځانګړی اهمیت لري.
د دې هوایي ډګر د پروژې په بشپړېدو سره به د ختیځو ولایتونو زراعتي تولیدات د سیمې او نړۍ بازارنو ته په اسانۍ صادرېږي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۲۹ سلواغه ۱۳۹۹