د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په ویاړ، چې د کب د نهمې ورځې سره برابره ده، د ملکي هوایي چلند ادارې د رهبرۍ د مبارکۍ پیغام!

۹ کب ۱۳۹۹- کابل
د ملکي هوایي چلند ادارې رهبري د کب نهمه نېټه، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي ورځ سره برابره ده د افغانستان ټولو عزتمندو خلکو ته په ځانګړي ډول د هېواد امنیتي، دفاعي او زړورو ځواکونو ته مبارکي وایي او د هېواد د سپېڅلو شهیدانو روح ته دُعا کوي.
د کب نهمه چې د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځ په ملاتړ نومول شوې ده.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د وقار ازادۍ، سولې، خاورې او د خپلو هېوادوالو ساتوونکي دي او تل یې له خپل هېواد او خاورې ساتنه کړې ده.
د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه یو ځل بیا د افغانستان ټولو خلکو او د هېواد رښتینو اتلانو د زړورتیا او قربانیو ستاینه کوي او د دې ملي ورځې په پار امنیتي ځواکونو ته مبارکي وایي.
زنده باد افغانستان
زنده باد د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه!
په درنښت
د ملکي هوایي چلند اداره