د ملکي هوایی چلند ادارې رئیس د ناټو له سفیر سرنیکولاس کي او د ناټو نظامي ځواکونو قومندانۍ د دفتر رئيس جنرال مارلو او نورو نظامي چارواکو سره په خپل کارې دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په هیواد کې د هوایی ډګرونو د عملیاتو په اړوند، د ملکي هوایی چلند ادارې ته د نړیوالو هوایی ډګرونو د مسؤلیتونو لیږد او د ځانګړي کاري ګروپ د رامینځته کولو په اړتیا بحث او خبرې اترې وکړي.

په دې ناسته کې د ملکي هوایی چلند ادارې رئیس د هوایی چلند ادارې تخنیکي ظرفیت لوړولو او د هوایی ټرافیکو، هواپیژندنې، اطفائیه او نورو برخو کې د ناټو څخه افغان حکومت ته د مسؤلیتونو د لیږدولو په چمتووالي باندې ټینګار وکړ.

همداراز د ایکاو د تفتیش او د ملکی او نظامی تړونونو د نوي کول بالخصوص چې د ملکي هوایی چلند ادارې او ناټو ترمینځ لاسلیک شوي و هم خبرې وشوي.

د ناټو ملکي سفیر د ناټو د هوایی ځواکونو سره د هوایی چلند د ادارې له غونډې او همکارۍ څخه مننه وکړه، او په هیواد کې یې د ناټو ځواکونو سره د هوایی چلند سکټور رول په هوایی ډګرونو کې مهم یاد کړ او د Transition Plan په تطبیقولو یی ټینګار وکړ، د یاد پلان په تطبیقولو سره به د ناټو څخه ملکي هوایی چلند ادارې ته د مسؤلیتونو لیږد په تدریجی ډول شروع شی.

په وروستیو کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، پراختیا او د هیواد هوایی ډګرونو ته د مسولیتونو د لیږد لپاره د ځانګړي کمیټی او میکانیزم پر جوړولو ټينګار وکړ.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۶ د تله ۱۳۹۸