د ناټو یو لوړ پوړی پلاوی د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر (مزارشریف) له مشرتابه سره ولیدل

د ناټو یو لوړ پوړی پلاوی د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر له رئیس او کارمندانو سره وکتل.
ددې ليدني هدف د هوایي ډګر او نړیوالو همکارانو ترمنځ همکارۍ او همغږي پراخول، د مسؤلیتونو لیږدولو او تخنیکي او مسلکي کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو او روزنې برنامو پلي کول دي.


د غونډې په پیل کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر رئیس حسیب الله سروش د نړیوالې ملکي هوایي چلند ادارې (ICAO) د (USOAP) تفتیش لپاره د چمتووالی په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي سروش ټینګار وکړ چې دغه برنامه د ملکي هوایي چلند د ادارې مشرتابه او د مولانا جلال الدین محمد بلخی د هوایي ډګر ریاست لپاره یو مهم لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړه چې ددې برنامو بریا به د افغانستان هوایي شرکتونو ته لاره هواره کړي چې د اروپا د تور لیست څخه ووځی او د افغانستان او اروپایي هیوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو لپاره لاره هواره کړي.
همداراز د دې هوایی ډګر اوسنی حالت د یو پریزنټشن له لارې وړاندې شو او په ټولو تخنیکي او مسلکي برخو باندی بحث وشو.

د مولانا جلال الدین محمد بلخی هوایي ډګر رئیس ژمنه وکړه چې د اړتیا وړ کارکوونکو تشکیل د نړیوالی ملکي هوایي چلند سازمان معیارونو او مسؤلیتونو د لیږد د پلانونو سره سم به د نړیوالو همکارانو په ځانګړي توګه له ناټو سره شریک کړي.
هغه زیاته کړه دوی ژمن دي چې د حرفوي او تخنیکي روزنې او د ساحې پرمختګ په برخو کې لازمي ګامونه پورته کړي ترڅو دوی وکولی شي دا نړیوال هوایي ډګر د یو نړیوال هوایي ډګر ته ورته چې ډیر نړیوال پروازونه، د کار فرصتونو رامینځته کول، او د زیاد آید درلودونکې هوایي ډګر باندې تبدیل کړی.
د ناټو پلاوي د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر مشرتابه ته د دې اهدافو په ترلاسه کولو کې د مرستې ژمنه وکړه.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۸ د لرم ۱۳۹۸