د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د حمایت قاطع ځواکونو د انجینیرۍ په برخه کېد مشر ښاغلی کالد ویل سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د دې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده هم حضور درلود. د کندهار نړیوال هوایي ډګر لپاره د نړویوالو مرستندویو هېوادونو له یورې د پرمختیایي پلانونو په اړه خبري وشوې.
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلانونو له مخې به په دې هوایي ډګر کې نوي نړیوال ترمینل، همداسې د کارګو او ګمرکاتو ترمینل جوړه شي.
د خبرواترو په ترڅ کې د دې ادارې مشرتابه د نړیوالو مرستندویو څخه یې وغوښت چې د امنیتي په برخه کې د دوی پلانونه د د دې ادارې د پرمختیایي پلانونو پر مخ خند نشي او مقابل لورې د نوموړې هوایې ډګر په اړه د همکاری آماده ګۍ وښود.
د ملکي هوایي خپلواکې ادارې د هېواد د میادینو د اهمیت په کتو سره د لا پرمختیا او آسنتیاوې په هڅه کې ده.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د کب ۱۶