د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د آسیا پاسفیک سازمان رائیسانو کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.
دا ناسته ۵۶ نړیواله غونډه ده چې د دې نړیوال سازمان مشرانو په ګډون د نیپال په کتمندو کې ترسره کیږي. تمه کیږي چې دا ناسته به ۱۹ څخه تر ۲۳ د اګست پورې دوام وکړي.


د دې ناستې د پرانیستې په مراسمو کې د نیپال صدر اعظم او د نړیوال ملکي هوایي چلند (ایکاو) سازمان رئیس ډاکتر علیو خبرې اترې وکړي
د هوایی چلند د فعالیتونو شرایطو ښه کولو بحث یوه ترټولو مهمه مسله ده چې د آسیا پاسفیک د غړو هیوادنو ترمنځ په کلنۍ ناسته کې به ورته غور او بیاکتنه وشي.
د یادونې وړ ده چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د نړۍ له څو تنو مختلفو همکارانو سره وکتل او په راتلونکو ورځو کې به د سیمې او نړۍ ملکي هوایی چلند په سیستم کې د افغانستان حکومت د مثبت حضور د نظر په اړه باندې بحث وکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۹ د زمری ۱۳۹۸