د نیمروز او کندز ولایتونو د هوایي ډګرونو د ټکسوي او د رنوې خط د مارکینګ تړون لاسلیک

د نیمروز او د کندز ولایتونو د هوایي ډګرونو د ټکسوي او د رنوې خط د مارکینګ قرارداد د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبياو د آپرېشن ګلوبل شرکت د استازې ترمینځ لاسلیک شوه. دغه پروژه د تخنیکي له پلوه خورا اهمیت لري او د ۱۷میلیون او پنځه سوه زرهافغانۍ په لګښت د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پرمختیایي بودجې څخه جوړېږي.

د یادولو ده چې د یادو هوایي ډګرونو د رنوې کرښې مخکې تردې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې له لورې جوړه شوی او دم ګړی د ګټه اخیستو وړ ده.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غویې ۲۶