ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس له بی سرحده ډاکټرانو سازمان رئیس ساتورو آیدا سره ولیدل

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده تیره ورځ (سه شنبه ۲۸ د لړم ۱۳۹۸) په خپل کارې دفتر کې له بی سرحده ډاکټرانو سازمان کارکوونکو سره لیدنه او خبرې آترې وکړه..

په دې لیدنه کې د بی سرحده ډاکټرانو سازمان لخوا ددې سازمان د خدماتو په اړه توضیحات او تشریحات وړاندې شول.
همداراز دې سازمان د ملکي هوایي چلند ادارې د همیشنۍ همکارۍ د مننې او قدرداني په څرګندولو سره دغه سازمان ولایتونو ته د دوی د پروازونو د اسانتیا لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده ژمنه وکړه چې د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا به په دې اړه لازمه همکاري وشي.
په وروستیو کې ټینګار وشو چې ددې ادارې او د ملکي هوایي چلند د ادارې ترمینځ به د دې ادارې د کارمندانو د انتقال لپاره د مربطو پروازونو په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۹ د لړم ۱۳۹۸