د ملکي هوایي چلند د ادارې مشرتابه د هڅو وروسته د لویدیځ څخه ختیځ ته دوه نوي لارې پرانیسته. د دې دوو نوی پروازونو لین فعال کول به د الوتنې لپاره د افغانستان د ظرفیت لوړولو لپاره خورا مهم او اساسي رول ولري، او د نوو پروازونو په ترسره کولو به ډیره اغیزه وکړي.
دا پداسې حال کې ده چې د پاکستان د هوایي حریم د بندیدو سره د پروازونو شمیر کم شوی دی.


او د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه، هڅي پیل کړي چې د ستراتیژیکي او اوږد مهاله لید سره د هیواد د انډول زیاتولو او د پاکستان د فضا د بندیدو د بدیل لپاره یوه نوي لار د پروازونو تیریدو ته پرانیسته.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د ملکي هوایي چلند ادارو ترمنځ د هڅو او تایید کولو سره د دواړو هیوادونو له لارې او وروسته د چین او ختیځې اسیا له لارې یوه نوې لار ډیزین او د رسمی مباحثې څخه وروسته تیره ورځ (دوشنبه ۸ د جولای ۲۰۱۹) د لویدیځ څخه ختیځ ته نوې لاره د يو نوټ یا (د ادارې رسمي يادښت) سره پرانستل شوه، او دا نوې لاره د سيمې د ناویګیشن په سيسټم کې اضافه شوه.
برسېره پردې، د لویدیځ ختیځ لاره، چې پخوا یې د پاکستان ختیځې او لویدیځې برخې څخه تیریدی، په لویدیز او ختیځ کې د اصالحاتو په راوستو سره پرانستل شوه او په دې سره به بیرته ختیځه آسیا د لویدیزی آسیا سره ونښلول شي.
د دغو دوو لارو پرانستل به د ختیځ او لویدیز آسیا ترمنځ د الوتکو ترمنځ فاصله راټیټه کړي، او فلای دوبۍ، قطر ایرویز، او نور هوایي شرکتونه به د دې لارې څخه کار واخلي.
د یادولو ده چې د دغو لارو پرانستل د شرکتونو او د هوایي شرکتونو نړیوالي ټولنې (آیاتا) لخوا یې هرکلۍ وشو.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۸ د سرطان ۱۳۹۸