د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ټکنیټال ایټالوي شرکت مسئولینو او تخنیکې ټیم سره د ننګرهار هوایي ډګر په اړه ولیدل!

په دې لېدنه کې ښاغلي ویرالي او د نوموړي شرکت تخنیکي ټیم لومړی د ننګرهار او لوګر نویو هوایي ډګرونو لپاره د امکاناتو مطالعې په اړه د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ته راپور ورکړ.


د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده دواړه پروژې مهمې یادې کړی او د لوګر هوایي ډګر یې د پلازمېنې د نوي نړیوال هوایي ډګر په توګه او د ننګرهار هوایي ډګر یې د کابل هوایي ډګر د بدیل او د هیواد د څلورو ختیځو ولایتونو د پیوستون په توګه یاد کړ.
همدا راز یې ټینګار وکړ چې د امکاناتو مطالعي باید ژر تر ژره بشپړې شي ترڅو ددې پروژو ډیزاین او پلي کول پیل شي.
د لومړنیو مطالعاتو پر اساس د ننګرهار ولایت د خیوې ولسوالۍ د ګمبیري دشتي ساحه د یاد شوي هوایي ډګر د جوړولو لپاره مناسبه پیژندل شوې.
۲۵ د مرغومی ۱۳۹۸