د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین د افغانستان_ اوکراین ګډ بین المللي حکومتي کمېسیون کې برخه اخېستې وه

۴ وری ۱۴۰۰
د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د یو لوړ رتبه پلاوي سره په ګډه د اوکراین په مرکز کیف کې د افغانستان اوکراین د ګډ بین المللي حکومت د کمېسیون په غونډه کې برخه اخېستې وه.

د دې سفر او په ناسته کې د ګډون هدف په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پیاوړي کول په ځانګړي توګه د ملکي هوایي چلند په سکتور کې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د اوکراین د دولت ترمنځ د ګډ حکومتي کمېسیون د یوې هوکړې پر اساس چې د افغانستان او اوکراین ترمنځ د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۵ چې د ۱۳۹۶ کال د حمل ۲۶ سره برابره ده جوړ شوی و.
په ۲۰۱۹ کال کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لومړنۍ ناسته د دغه هېواد په کیف کې ترسره شوې وه.
په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو یو پروتوکول د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني او د اوکراین د اقتصاد سوداګرۍ او زراعت معین اسویتلانا پانایوتیدي ترمنځ لاسلیک شو.
د لیدنې په جریان کې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش د اوکراین د ملکي هوایي چلند ادارې له معین سره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش د اوکراین د ملکي هوایي چلند ادارې له معین سره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د دې ترڅنګ د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین د اوکراین د هوایي چلند پوهنتون مرستیالې اریانا زروبینسکا سره په کتنه کې د تعلیمي همکارۍ او ظرفیت لوړونې په اړه تفصیلي خبرې هم وکړې چې د اوکراین د ملکي هوایي چلند پوهنتون مرستیالې په دغه برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دغه سفر کې د افغانستان اسلامي جموري دولت په لوړ رتبه پلاوي کې شامل کسان د صنعت او تجارت وزیر نثار احمد غوریاني په حقوقي برخه کې د جمهوري ریاست ارشد مشاور کبیرخان عیسی خېل، د پانګوونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب، د مالیې وزارت معینان، ملي دفاع وزارت، زراعت، د ملکي هوایي چلند ادارې، د اوسپنې پټلۍ، کابل ښاروالۍ، د ولسي جرګې غړو د خصوصي سکتور غړو او د نورو وزارتونو رئیسانو او ادارو غړو برخه لرله.