د ملکي هوايي چلند ادارې ته د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د مسوولیت لېږدولو لپاره آنلاین ناسته ترسره شوه

سې شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملکي هوایي چلند ادارې ته د بهرنیو ځواکونو څخه د هوایي ډګرونو د سپارلو په برخه کې د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه په انلاین ناسته کې په کابل کې د امریکا سفارت د اقتصادي برخې مسوول او یو شمېر بهرنیو او خصوصي شرکتونو مسوولینو مشرانو سره وشوه، چې د هوایي ترانسپورتي خدماتو په برخه کې تجروبه لري.
دغه ناسته، چې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ ترسره شوه، پکې د هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري او تخنیکي مسوولینو ګډون درلود، د احمد شاه بابا د نړیوال هوایي ډګر د مسوولیت لېږدونې پر میکانیزم ټاکل کېدو خبرې وشوې.
ټاکل شوې د ناټو سرتېري د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لسمه د احمد شاه بابا د نړیوال هوایي ډګر څخه ووځي، چې په دغه برخو کې د هوایي ترافیکو د خدماتو، د الوتنې خوندیتوب، د تخنیکي وسایلو حفظ او مراقبت، هوا پېژندنې او نورو څانګو مسوولیت د ملکي هوایي چلند ادارې ته وسپارل شي.
په هر صورت د افغانستان ملکي هوایي چلند اداره اوس مهال چمتو نه ده، چې دا مسوولیتونه په غاړه واخلي؛ بلکې اړتیا د دې ده چې دغه مسوولیتونه خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي، چې د افغانستان د هوایي ترانسپورت د خدماتو د سکتور په برخه کې کافي تجروبه ولري.
په دې ناسته کې برخه اخېستونکو د لېږد شرایطو، د مسوولیتونو وړاندې نرخ او د یادو مسوولیتونو د لېږد لپاره د مناسب بدیل د چمتووالي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له سفارت څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې سره هر وخت همکاري کوي او ترڅنګ یې د احمد شاه بابا د نړیوال هوایي ډګر د مسوولیتونو د لېږد په برخه کې د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت