د اروزګان ولایت سناتورانو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل.

۲۷ کب ۱۳۹۹
په مشرانو جرګه کې د اروزګان ولایت استازو سناتور امان الله عظیمي او محمد حنیف حنیفي نن چهارشنبه د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړه لورو یاد ولایت ته د غځېدلې لویې لارې د نا امنۍ او مشکلاتو ترڅنګ د ترینکوټ هوایي ډګر ته د مسافر وړونکو طیارو د الوتنو په اړه خبرې او په دې اړه یې نظرونه سره تبادله کړل.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت