د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ارزګان ولایت والي سره ولیدل

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده نن مخکې له غرمې (۲۸ د تلی) په خپل کارې دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محمد شفیق اسدالله سعید سره وکتل.


پدې ناسته کې د ټرینکوټ د هوايي ډګر او په دې هوایي ډګر کې د پراختیایی پروژو د پراختیا په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشوي.
د اروزګان والي د ترينکوټ هوايي ډګر په جوړولو کې د ملکي هوايي چلند ادارې له همکارۍ څخه مننه وکړه او دغه ولايت ته يې د الوتکو د پروازونو په پراختيا او پرمختګ کې د لازياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

د ملکي هوایي چلند اداره ددې هوایي ډګر په اړه د لازمو اقداماتو ژمنه وکړه او د ادارې د مقام تر لارښوونې لاندې د یاد شوي هوایي ډګر پراختیایي کارونه له نږدې څاري.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۸ د تلی ۱۳۹۸