د پاکستان ا.ج، هوايي چلند ادارې د سیمی هیوادنو الوتکو د پروازونو لپاره د خپل هوایي حریم پرانستلو په اړه یو نوټم (رسمي یاداښت) خپور کړ.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې د پاکستان هوایي حریم د (۱۳۵) ورځو بندیز د سیمی هیوادونو د هوايي ټرافیکو سیسټم بې نظمه او د ملکي هوایي چلند ادارې ته ډیر مالي زیان اړولی و.
د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د پاکستان ا.ج، لخوا د دې پریکړې هرکلى کوي او دا ادره د سیمې ټولو هیوادنو همکاریو ته ژمنه ده.
موږ هیله لرو چې د پاکستان د هوایي حریم پرانیستلو سره به پروازونه او په عمومي توګه د سیمې هوايي ټرافیکو پخوانې لارې (افغانستان – پاکستان – هند) سمون ومومي.
په ورته وخت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشرتابه د هندوستان د لیږد رالیږد د هغو هوایي شرکتونو څخه تمه لري چې پروازونه یې ځنډ کړي وو، بیرته د پروازونو بهیر افغانستان ته د سره پیل کړي.
د هوایي چلند ادارې مشرتابه د دې ستونزې د تعقیب او حل کولو لپاره د افغانستان حکومت مشرتابه څخه د زړه له کومې مننه او قدردانې کوي.
د یادولو ده چې وروسته له دې به د تیر په څیر د کابل- ډهلي او کابل- ممبئی، پروازونه د هیواد ختیځ هوایي دهلیز له لارې ترسره کیږې.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۵ د چنګاش ۱۳۹۸