د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست ښاغلي مرستیالان، اجرائیه رئیس جلالتماَب ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائیه ریاست ښاغلي مرستیالان، د کابینې محترم غړي، د ملي شورا رئیس او محترم غړي، د سترې محکمې رئیس او محترم غړي، د خپلواکو کمیسیونو او نورو ادارو رئیسان، او د افغانستان درنو هیوادوالو!
د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه او کارکونکې د هیواد د خپلواکۍ سلمي کلیزي د رارسیدو په مناسبت ټولو ګرانو هیوادوالو ته مبارکي وایی.
د خپلواکۍ جشن د ګرانو هیوادوالو لپاره د سیاسي او معنوي ارزښت په توګه ویاړ او درناوی دی.
زموږ ټولو هیوادوالو د هیواد د خپلواکۍ لپاره کار کړی او پدې برخه کې یې په ګډه مبارزه کړې. موږ د هیواد ټولو اتباعو ته د دې ستر ملي ویاړ د همدردۍ او یووالي لمانځلو مبارکي وایو.
هیله لرو چې د عزتمندو هیوادوالو د اتلوالیو او قربانیو په برکت په ټول هیواد کې سراسرې سوله او په افغانستان کې دایمي امنیت او سوکالې راشي.
خوښ یو چې سږکال د تخنیکي او انکشافي پروژو پیل په شمول د هیواد د رادارو نويو دستګاو فعالول، د هیواد په ملکي هوایي چلند سکتور کې د لا ښه پرمختګ لپاره زمینه برابره ول، همداراز د درنو هیوادوالو لپاره د هوایي ټرانسپورټ خدمات د وده ورکولو په حال کې دی.
له بلې خوا د دوو نويو هوایي کریدور په جوړولو سره تمه کیږي چې د ملکي هوایي چلند ادارې عواید به په راتلونکي کال کې سل ملیونه ډالرو ته لوړ شي.
دا اداره د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان (ایکاو) د تفتیش په ترسره کولو سره د پخوا په پرتله د نړۍ نورو ځایونو ته د الوتنو پراخولو ته نږدې شوی.
د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه یوځل بیا د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت ژمنه کوي چې د دې اداري ټول کاکونکې به د هوایي ټرانسپورټ په سکتور کې د کیفیت لرونکي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هراړخیزه هڅه وکړي. همداراز به قانون او خلکو ته په خپلو دندو کې په صادقانه عمل کولو لپاره هره هڅه وکړي.
په درنښت
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده