په ولسي جرګه کې د پکتیا استازې سره د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشرمحمود شاه حبیبي په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت استازې ګل پاد شاه مجیدي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. دواړو خواوو د کتنه په ترڅ کې د پارلمان او دولتي اداراتو ترمنځ د همکاریو په هکله خبري وکړې.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر تل دپارلمان استازو سره په لېدنه کې د دې ادارې او د ولسي جرګې ترمنځ په چاروکې همکارۍ او د دوی له مشورې څخه هرکلی کړی دی.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د سلواغه ۲۸