د کوچنی اختر د رارسېدو له امله د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د مشرتابه هیات د مبارکي پیغام

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه او کارکوونکو د کوچنی اختر د نیکمرغې ورځې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني، د اجرایي ریاست رییس جلالتمآب داکتر عبدالله عبدالله، د کابیني غړو، د ملي شورا د دواړو خونو رییسانو اوغړو او د افغانستان ټولو نجیب، پتمنو او سرلوړو ولس ته د مبارکي مراتب وړاندې کوي.


او له دې فرصت نه په ګټه اخیستو سره د افغانستان د شریف ولس درنه حضور ته خپلې ویناوې شریکوي.
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه په دې اصل باور لري چې پراختیا او پرمختګ د یوې هېواد او ملت بنسټ جوړوي او دغه اداره د ملکي هوایي چلند په برخه کې د عصري او پرمختللي خدماتو اوآسانتیاوې برابرول خپلې ملي وجیبه او مسؤلیت ګڼي. په همدې موخه د ملکي هوایي چلند په ډګرکې په ټولو برخوکې دپلانونه، کمیت او کیفیت څخه په جدي، دقیق او دوامداره توګه نظارت کوي.
په پای کې یوواربیا دغه د ورورولی، یووالی او نیکمرغی اختر تهنیت او مبارکي وایي او د افغانستان له شریفو خلکو سره هوډ کوي چې د هوایي ترانسپورت په ډګرکې، د خدماتو په وړاندې کولوکې له هیڅ ډول هڅه او تلاش څخه دریغ ونکړي.
په خورا درنښت
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر
محمود شاه حبیبي