د ۱۳۹۸ لمریز نوي کال د رارسېدو په مناسبت د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د مبارکي پیغام

د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه او کارکوونکو د ۱۳۹۸ لمریز کال د رارسېدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، جلالمتآب داکتر عبدالله عبدالله د حکومت اجرایی رییس، او د افغانستان پتمنو او سرلوړو ولس ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او په هېواد کې د تل پاتې سوله، خوښۍ، پرمختګ او د لاسته راوړنو ډک کال هیله کوی.
دغه اداره د تېر کال په ترڅ کې د هېواد د ملکي هوایي چلند په برخه کې د ودې لپاره د بنسټیزو پروژو په پلې کولو سره یې لویه لاسته راوړنه لري.
همداراز د تېر کال په ترڅ کې د مالي عوایدو په ډېروالی سره په مستقیم ډول د ملي اقتصاد په وده کې او په غیر مستقیم توګه د سوداګرۍ او راکړه ورکړه په ډګر کې ډېره مثبت اغیز لرلی.
د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه او کارکوونکو له دې فرصت نه په ګټه اخیستنې سره یې، یو ځل بیا د افغانستان له دولت او خلکو سره هوډ کوي چې د ۱۳۹۸ لمریزکال په پیل سره د هېواد د هوایي چلند په ډګر کې د زیر بنایي «بنسټیزو» برنامو او پروژو په لاس کې نېولو سره، مخکې تر مخکې غوره خدمات وړاندې کړي.

په خورا درنښت
داکتر محمد قاسم وفایی زاده
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي مشر
د ۱۳۹۷ کال د کب ۲۹