د ملکي هوایي چلند په خپلواکه اداره کې د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې څخه نمانځنه

په ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره کې د ښځو د نړیوالې ورځې څخه نمانځنه وشوه، په دې لمانځه غونډه کې د دې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا او د دې ادارې رییسانو او کارکوونکو ګډون کړې ول.
غونډه د قرآن شریف د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ملي سرود خپره شوه، وروسته د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د جندر آمر آغلې لطیفه سحر د مارچ 8 مې په مناسبت حاضرینو، په ځانګړې توګه د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځو ته مبارکې ورکړې. وروسته د برنامې د آجندا سره سم د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي وینا وکړه او د ښځو نړیوالې ورځ ټولو ښځو ته په ځانګړې توګه د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته یې مبارکې ورکړ.
هغه د خپل وینا په لړ کې اشاره وکړه چې په دې وروستیو کلونو کې یوازې د لمانځ غونډو په نمانځلو کې بسنه شوی او په عملي بڼه د ښځو د حضور او نقش ته کومې اغیزمن برنامې ترلاس لاندې نېول شوی نه دی.


ښاغلی حبیبي وویل؛ په دې اداره کې د ښځو د پیاوړتیا او نقش په موخه پلانونونه ترلاس لاندې نېول شوی چې د دې ادارې له لارې دوی پوهنتونونو ته معرفي کړي په ځانګړې توګه ترراتلونکې کال پورې د ښځینه کارکوونکودحضور کچه به تر ۲۰٪سلنه ارتقا ومومي، همداراز په نږدې کې په دې اداره کې د ښځو د کمیټې د ایجادولو څخه یاد کړه چې دغې کمیټې په میاشتنۍ توګه به د عمومي ریاست مقام سره ناسته ولري او د ښځو ستونزو نیغ په نیغ مطرح او حل لار به یې ولټول شي.
وروسته د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسی معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده خبري کړ. هغه د خپل وینا په مقدمه کېدغې ورځې ټولو ښځو او په ځانګړې توګه د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته یې مبارکي ورکړه او دښځینه کارکوونکو لپاره د مخکې تر مخکې د راجذبول، د ظرفیتونو لوړلول او د مهارتونو د زده کولو په هکله خبري کړ. او زیاته یې کړه؛ څرنګه چې سیسټم او شرایط د عصر سره سم د بدلون په لور روان ده، د ښځو وړتیا، ظرفیت، او مهارتونو د اوسنی شرایط سره سم عیار شي.
په وینا یې؛ د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په پام کې لري چې له ټولو موجوده امکاناتو څخه د ښځو په پیاوړتیا کې ګټه پورته کړي او کومې ښځینه کارکوونکې چې غواړي خپلې تحصیل ته ادامه ورکړي دوی ته د تحصیل زمینه برابره شي.
ښاغلی ډاکټر وفایي زاده په دې اداره کې د ښځو د کار له مصؤون شرایط څخه یاد کړه ویې ویل؛ له نیکه مرغه دغه اداره وکړای شوه چې ښځینه کارکوونکو ته د زورونه، خنډ او ستونزو پرته کاري زمینه برابره کړي. د غونډه په یوه برخه کې د ښځینه کارکوونکو له لورې ځینې ستونزې مطرح شوې او د عمومي مشر له لورې ځواب ورکړل شوه، په پای کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې له لورې د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته د تحایفو په ورکولو سره غونډه پای ته ورسول شوه.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د کب ۱۹