د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د ډاډګېړنې پیغام

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې او کارکوونکو د وزیر اکبر خان په ۱۴ سرک کې، د لړم ۱۰ مې د ځانمرګې برید پېښې په اړوند د شهیدانو او قربانیانو کورنیو ته یې د خپلې غم شریکي مراتب وړاندې کوي. او دغې غیر اسلامي او غیر انسانې کړنه په کلکه غندي.

په ډېرې تاسف سره چې په دې پېښه کې، د ملکي هوایي چلندخپلواکې ادارې دوو تنو کارکوونکو د عمومي عوایدو مدیر قاسم خان او د حفظ و مراقبت کارکوونکی پاینده په نوم، خپلې ژوند له لاسه ورکړي دي او څو تنو نورو ټپیان دي.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه د شهیدانو محترمو کورنیو سره، د غم شریکي ترڅنګ به له هېڅ ډول همکاریو څخه دریغ ونه کړي. او د ذات احدیت له دربار څخه شهیدانو ته فردوس برین او ټپیانو ته یې عاجل شفا او عافیت غواړي.

په خورا درنښت

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر

محمود شاه حبیبي

۱۳۹۶ د لړم ۱۰