ا.ا. ج د کابینې د ۲۵ شمېرې فیصلې له مخې د مسافرینو د PCR ټسټ په اړ د ملکي هوایي چلند ادارې خبرپاڼه.

د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۳۷۴۹ فرمان له مخې، چې د ۱۳۹۹/۹/۱۰ نېټه د هوایي ترانسپورټ مسافرینو لپاره د PCR ټسټ لازمې کېدو په اړه شوی، د کابل – دوبۍ ترمنځ د الوتنو مخنیوي په موخه لازم تدابیر او د دې الوتنو اهمیت ته په کتلو سره د افغانستان ټرانزیټ په عنوان، همدارنکه د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو او بهرنیو او داخلي حمل و نقل شرکتونو، چې په دې سکتور کې پروازونه کوي ترسره کوي، دنده ورکول کېږي، تر څو د ۱۳۹۹ د حوت میاشتې له لومړۍ نېټې د کابل _دوبۍ مسافرو د PCR ټسټ تصدیق یوازې له G42-Biogenix لابراتوار نه د منلو وړ دی او په خپله برخه کې اجرأت وکړي. دا اقدام د عربي متحده اماراتو د ملکي هوايي چلند ادارې د رسمي غوښتنلیک په اساس د کابل _ دوبۍ ترمنځ د الوتنو د مخنیوي په موخه شوی او یاد لابراتوار د مسافرینو لپاره د نورو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د City Lab لابراتوار په همکارۍ فعالیت ترسره کوي.
په ترسره شویو بحثونو کې د عربي متحده امارتو ژمنه کړې تر څو، په دوبۍ هوایي ډګر کې د افغان مسافرو لپاره، چې د G42-Biogenix لابراتوار ټسټ تصدیق ولري د دوهم ځلې PCR ټسټ له منځه یوسي.
د کابل – دوبۍ سکتور پرته په نورو ټولو سکتورونو کې د پخوا په څېر د ټولو هغو لابراتوارنو ټسټ، چې د روغتیا وزارت تائید ولري د منلو وړ دی.
د G42-Biogenix او City Lab لابراتوراونه مکلف دي، ترڅو د نورو هوايي شرکتونو سره په همغږۍ ټول لازم تدابیر, اړتیاوې او معیاري خدمات د قدرمنو مسافرو لپاره چمتو کړي او له چارو نه په منظمه توګه عامې روغتیا وزارت او د ملکي هوايي چلند ادارې ته راپور ورکړي.
د ملکي هوایي چلند اداره
۲۷ سلواغه ۱۳۹۹