د پاکستان د هوایي شرکت(PIA) عمومي رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل.

۲۷ سلواغه ۱۳۹۹ – کابل
نن د دوشنبې په ورځ د پاکستان د هوایي شرکت (PIA) عمومي رئیس ارشاد ملک او د دغه شرکت د تجارتي او اجرائیوي برخو رئیسانو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې ترسره کړې.
په دې لیدنه کې د پاکستان د (PIA) هوایي شرکت عمومي رئیس د کابل او اسلام اباد ترمنځ د PIA الوتنو په زیاتوالي، د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر او په مزارشریف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر ته د PIA د الوتنو د شروع کېدو په اړه خبرې اترې وکړې او په دې برخو کې یې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې نه د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند رئیس د یاد هېواد راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د افغانستان د ملکي هوایي چلند رئیس وویل، دا اداره د دواړو هېوادونو د ملکي هوایي چلند د سکتور ترمنځ د اړیکو د ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د زیاتوالي لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس وویل، چې اداره به یې غوښتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنې هوکړې سره سم په پام کې ونیسي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت