د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین د (Post Holders) شرکتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه.

۸ وري ۱۴۰۰
دغه ناسته د ملکي هوایي چلند ادارې د عملیاتي معین امانزیب انصاري په مشرۍ نن له غرمې وروسته د یاد هوایي شرکت او ملکي هوایي چلند ادارې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه، چې د هېواد د خوندیتوب برنامې پلي کول (State Safety Program) د مدیریت دخوندیتوب پروګرام Safety Management System د هوایي شرکتونو لخوا د منظم راپور ورکول او د الوتنو د ځنډ ستونزو د بیا کتنې بحث ترسره شو.
د کام ایر، اریانا افغان، باختر افغان الوتنه او (Post Holders) هوایي شرکتونو تخنیکي او مدیریتي مسوولینو د مختلفو مسایلو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې شرېکې کړې- او همدا راز د هېواد د هوایي ډګرونو په تخنیکي، امنیتي او خدماتي مسایلو په برخه د ستونزو یادونه هم وشوه.
د هوایي شرکتونو د مسوولینو له خبرو اورېدو وروسته د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي مرستیال وویل، چې هوایي شرکتونه مکلف دي تر څو ژر تر ژره د ملکي هوایي چلند ادارې ته په خپل وخت راپور ورکړي.
ښاغلي انصاري د یادو شرکتونو مسوولینو باندې تاکید وکړ چې د هوایي ډګرونو اړوند مسایلو کې دې د دوی غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې په نظر کې ونیسي. په هوایي ډګرونو کې د خدماتو او امنیتي شرکتونو فعالیتونه فعال دي، باید د برېښنا لیک او نورو موجوده چینلونو له لارې حل شي او تر ټولو غوره داده، چې د ملکي هوایي چلند ادارې رهبرۍ سره دې شریک کړل شي.
هغه د هوایي شرکتونو له مسوولینو څخه دا هم وغوښتل، چې د موجوده ستونزو د حل لپار دې (State Safety Program) د ملي خوندیتوب پروګرام سره په هغمږۍ کې د ملکي هوایي چلند ادارې سره خپله همکاري وکړي.
ده وویل، دهېواد دخوندیتوب برنامه (State Safety Program) او Safety Management System چې په نږدې راتلونکي کې به په هوایي ډګرونو، خدماتي شرکتونو کی عملی شی او د ملکي هوایي چلند ادارې نورو برخو د اړتیا وړ تجهیزاتو او د تخنیکي تاسیساتو تشخیص او پېژندلو لپاره پلي شي.
په اخر کې ښاغلي انصاري یادونه وکړه، چې د الوتنې ځنډ څخه د مخنیوي لپاره به دوی په نږدې راتلوونکي کې د هوایي ترانسپورت خدماتو د تنظیم کولو پروسه پلي کړي، چې په هغې کې د ( جریمې لګول) شامل دي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت