dir="rtl"> ولسمشر محمد اشرف غني د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د امنیتي کمرو نوی او پرمختللی سیستم پرانیست. | Civil Aviation Authority of Afghanistan. 2017

ولسمشر محمد اشرف غني د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د امنیتي کمرو نوی او پرمختللی سیستم پرانیست.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د حامدکرزي بین المللي هوايي ډګر د امنیتي کمرو نوی سیستم، چې د المان هېواد په مرسته په پرمختللې بڼه جوړ شوی، د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.
د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر نوې امنیتي سیسټم امنیتي کیمرې، چې د 760 اډو نصب سره، چې غیر معمولي ظرفیتونه لري او د هوایي ډګر شاوخوا او د هوایي ډګر پارامتر (څرګند شوي ساحې) پوښلي، دا کیمره د 5 کیلومتره ساحې څخه د موټر پلیټ د عکس اخېستلو د کیفیت وړتیا لري.
په دغو مراسمو کې، چې د حامدکرزي په نړیوال هوایي ډګر کې جوړ شوي وو، ولسمشر غني د امنیتي کمرو نوی سیستم د یاد هوایي ډګر د معیاري کېدو لپاره فوق العاده مهم او ستر ګام وباله او زیاته یې کړه، د یاد سیستم په فعالېدو سره به په حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر کې د مساپرو ځان او مال او د الوتنو امنیت او خوندیتوب ته لا زیاته پاملرنه کېږي او د نشه یي توکو د قاچاق مخه به ونېول شي.
ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د المان پولیسو او د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر ټولو هغو ارګانونو څخه، چې د یاد سیستم په فعالولو او مخته وړلو کې همکاري او هڅه کوي مننه وکړه.
د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر د امنیت سیستم عصري کولو پروژه څه باندې یو کال دمخه د جرمني د پولیسو په مرسته پیل شوې وه. د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د امنیت سیستم عصري کولو پروژه څه باندې یو کال مخکې د المان د پولیسو په مرسته پیل شوې وه، چې تېر ماښام (۴ عقرب) د ولسمشر محمد اشرف غني سربېره لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملکي هوایي چلند ادرې او نورو دولتي چارواکو لخوا افتتاح شوه.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
5 عقرب 1399