جلالتمآب جمهور رییس د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې کاري رپوټ استماع کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د کړنو د ارزونې، راپور او وړاندیزونو اورېدو په مناسبت غونډه جوړه شوه.  

په دغه غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې رئیس محمود شاه حبیبي د یادې ادارې د کړنو د راپور ترڅنګ د طرحې او راتلونکو پروګرامونو په اړه هم غونډې ته معلومات ورکړل.

د یاد راپور له اورېدو وروسته د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې رئیس ته دنده ورکړل شوه چې د ظرفیت لوړولو، معیارونو او د الوتنو مصئونیت په اړه زیات کار او پام وکړي، چې هم په داخل کې او هم بهر ته الوتنې زیاتې او پراخه شي.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره باید د تخنیکي ظرفیت لوړولو، د معیارونو پوره کولو او د عملي پلانونو په تطبیقولو سره له افغانستان څخه اروپایي هېوادونو ته د الوتنو ستونزه حل کړي.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره په ګډه دې د دولتي او خصوصي شرکتونو د کاري مقررې د نهایي کولو په اړه کار وکړي، تر څو د الوتنو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.