د تکړه او با استعداده ځوان کارپوه شهید الله سنګین د ناڅاپي مړینې په مناسبت د ملکي هوایي چلند ادارې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام.

انا لله و انا الیه راجعون!
په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د ملکي هوایي چلند ادارې یو لوړ پوړي کارپوه
شهید الله سنګین د حق داعي ته لبیک ووایه او خپل روح یې رب ته وسپاره.
شهید الله سنګین یو صادق، وړ، ژمن او وطندوسته شخص و.هغه د لوړ استعداد خاوند او د پراخې حوصلې درلودونکی و.
نوموړي چې د ډېری کلونو راهېسې د ملکي هوایي چلند سکتور کې دنده ترسره کوله د نوموړي مړینه د ملکي هوایي چلند ادارې ته لوی زیان دی. هغه UNOPS او ایټالیا نړیوالې ادارې د مرستو ترمنځ د همغږي کوونکي په توګه وروستی ماموریت د هرات نړیوال هوایي ډګر د معیاري کولو د پروژې اداره کول و.
د مدیره پلاوي رئیس او د ملکي هوایي چلند ادارې کارکوونکي د شهید الله سنګین د ناڅاپي مړینې له کبله د نوموړي کورنۍ، خپلوانو او ملګرو سره خپله غمرازي شریکوي او د الله ج له درباره نوموړي ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
درنښت
ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس
۱۵/ لیندۍ/ ۱۳۹۹