د (پنجشنبې په ورځ، ۱۳ د سرطان ۱۳۹۸) د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په کابل کې د روسیه سفارت قونسل ویلادمیر بیریوکوف سره لېدنه او خبرې اترې وکړي.
په دې لېدنه کې د افغانستان او روسیې تر منځ د هوایی چلند په برخه کې د همکاری د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
همداراز د افغانستان او روسیې د اقتصادي کمیټې د کډې اعلامیه د پلي کولو په اړه ټینګار هم وشو، چې په ۲۰۱۵ کال کې د دواړو هیوادنو ترمنځ لاسلیک شوی وه.


د هوایي خدمتونو تړون چې په ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د دواړو هیوادونو د ادارو ترمنځ لاسلیک شوی و. اوس د یو نوی تړون لاسلیک کول، او همدارنګه د افغانستان او روسیې ترمنځ د تجارتي او اقتصادي همکاریو پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
په اخیر کې ښاغلی ویلادمیر بیریوکوف د ملکي هوايي چلند ادارې څخه د مننې تر څنګ یادونه وکړه چې په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان د هوایي چلند سکتور سره د هرراز همکاريو لپاره چمتو دی.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۳ د سرطان ۱۳۹۸