د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د افغانستان د خپلواک رادار سیسټم په اړه د تالس فرانسوي شرکت مسئول آلن کوریا سره ولیدل

په دې لېدنه کې الان کوریا د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ته د افغانستان د خپلواک رادار نصبولو پروژې پرمختګ په اړه راپور ورکړ.
د ملکي هوای چلند ادارې رئیس د افغانستان د هوایي حریم څخه د پروازونو زیاتیدو او د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا ددې بریالۍ مدیریت او پروسس ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د لومړیو رادارونو نصبول د افغانستان لپاره خورا مهم دی د پروژې د تمویل پروسه باید بشپړه او پروژه ژر تر ژره پلي شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خپلواک رادارو پروژه د ملکي هوایي چلند ادارې او فرانسوي شرکت تالس ترمینځ د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي ده او تمه کیږي چې د یو نیم کال په موده کې به بشپړه شي.


د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ځمکې د سطحی څخه تر ۴۵۰۰۰ فوټو پورې لوړوالی په بشپړه توګه وڅارلائ شي او د هیواد د ملي امنیت په تضمین کې به مهم رول ولوبوي.
دا رادار سیستم ځواکمن نظامي او دفاعي وړتیا هم لري کوم چې په وروسته مرحلو کې په پام کې نیول شوی. د ملکي هوایي چلند ادارې د هوایي شرکتونو او د نړیوالې هوایي ټرانسپورټ اتحادیې سره په یوه هوکړه کې سږکال اعلان وکړ چې د نوي رادار په نصبولو سره د ترانزیټې پروازونو فیس د روان کال د جولایی میاشتي په شروع کې ۲۵۰ ډالره لوړه وی.
چې له پلي کیدو وروسته به د ملکي هوایي چلند ادارې په عوایدو کې هر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو څخه زیات زیاتوالي راشي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت