د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د مشرتابه ناسته ترسره شوه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د مشرتابه پلاوې ناسته د ښاغلی محمود شاه حبیبي تر مشری لاندې د دې ادارې د پلان او پالیسي معین د ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده او د عملیاتي معین د کپتان غلام جیلاني وفا په حضور کې ترسره شوه.

 

 

 

 

د مشرتابه غړو په دې ناسته کې د هوایي ترانسپورت د ښه والی په موخه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې او اړوندو بنسټونو ترمنځ د هماهنګۍ په تړاو خبري وکړې او په اړه یې لازمې تصمیم ونېول شو.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د وری ۱۴