د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د آریانا هوایي شرکت له مشر سره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د آریانا هوایي شرکت د مشر کپتان نادر عمر او د دې شرکت سلاکار له نیکولای سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په د ې کتنه کې د دې ادارې عملیاتي معین کپتا غلام جیلاني وفا هم حضور درلود د RE- Certification پروسې د پیل په اړه بحث او خبري اترې وشوې.


د آریانا هوایي شرکت د RE-Certification پروسې د اروپا د اتحادیې د هوایي چلند د مصؤنیت دفتر له شرایطو څخه ده چې په پلې کېدو سره به یې افغانستان له تور نوملړ څخه راوایستل شي.
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې تل په هڅه کې ده چې د افغانستان د هوایي شرکتونه الوتنې د اروپا هېوادونو ته ترسره شي.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د کب ۲۰