د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس په سيمه کې د آسیا پسفيک هوایي چلند رئیسانو په بیړني ویډیویی کنفرانس کې ګډون وکړ

د نړیوال هوایي چلند سازمان او په سیمه کې د آسیا پسفيک هوایي چلند د ۴۴ هېوادونو رئیسانو پدې سیمه کې د ملکي هوایي چلند د وضعیت په اړه د یو ویډیو کنفرانس له لارې د ملکي هوایي چلند سکتور په وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره وړاندیزونه وارزول شوې.

پدې کنفرانس کې د ملکي هوایي چلند رئیسانو د کویډ – 19 ویروس د خپریدو له امله رامینځته شوې ستونزې او د ملکي هوایي چلند سکتور باندې د هغې منفي اغیزو په اړه خبرې وکړې او د شته ستونزو د لرې کولو لپاره یې د لا همغږۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده هم په یوې اعلامیې کې د کرونا ویروس ناروغۍ ځپلو ټولو هیوادونو ته د خواشیني په څرګندولو سره وویل چې تر دې دمه په افغانستان کې د کوويډ ۱۹ ویروس ۱۷۴ مثبتې پیښې تثبيت شوي دی مګر د عامې روغتیا وزارت معلوماتو په وینا ټولې پیښې وارد شوي او تراوسه ټولنې ته نه دي داخلي شوي او له یوه کس څخه بل کس ته نه دی انتقال شوي.

هغه وویل چې د نورو هیوادونو هوایي شرکتونو په څیر افغان هوایي شرکتونه هم د دې وضعیت له امله سخت متاثره شوی، او اوس مهال بيدون د ځانګړې پرواز د هغه مسافرینو لپاره چې د هېواد څخه بيرون بند پاتې دي نوري ټولې نړیوال الوتنې د مسافرینو د لیږدونې لپاره ځنډول شوي دي.
هغه وویل چې د افغانستان نړیوال هوایي ډګرونه د کارګو الوتنو، کومکي او مرستندویه موادو الوتني او د تخنیکي موخو لپاره خلاص دی، خو د مسافرینو الوتنې د مخکني ځانګړي اجازې تابع دی.

د هېواد د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ټینګار وکړ چې د افغانستان د هوایي ټرافیکو خدمات لاهم فعال دی او له افغانستان له هوایي حریم څخه د الوتنو په تیریدو کې کومه ستونزه نشته.
په تخنیکي څانګو کې ټول کارکوونکي د هوایي چلند عملیاتو او خدماتو وړاندې کولو ته د پرمختګ لپاره د یو څه بدلون سره ټاکل شوي.
هغه وویل چې افغانستان ټول اړین احتیاطي تدابیر نیولي او په هوایي ډګرونو کې روغتیایی ډلې په چین کې د کورونا ویروس د پیل راهیسې د مسافرینو اسکریننګ لپاره ګمارل شوې دي.
د هېواد ولسمشر شخصاً حالت اداره کوي، او د کرونا ویرس مخنیوي لپاره د دولت عالي کميټه په ملي کچه رامینځته شوی او د ولسمشر دوهم مرستیال لخوا رهبري کیږي، چې د ملکي هوایي چلند اداره د دې کميټې غړیتوب هم لري.

د هیواد د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په خپله بیانیه کې غوښتنه وکړه چې د هوایي چلند د فعالیتونو د بشپړ ځنډ مخنیوي لپاره اقدامات وشي که وضعیت دوام ومومي نو اړین میکانیزمونه لکه د مسافرت صحي سندونو خپرول په پام کې ونیول شي.
په کنفرانس کې د ګډون کونکو هوایي چلند رئیسانو لخوا راپورته شوې یوه له مهمو مسلو څخه د روزنې او د الوتکو چیک مرکزونو ته د هوایي شرکتونو نه لاسرسی دی، کوم چې د الوتنې خوندیتوب او ایکاو يا SARPS وړاندیزونو سره موافقت کې لوی ننګونه ده.
پدې کنفرانس کې د ایکاو مشرتابه وړاندیز وکړ چې غړي هیوادونه لږترلږه اقدامات په پام کې ونيسي او که چیرې لازم وي د ایکاو ۹۷۳۴ سند کې ذکر شوي استثناوې وکاروي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۲ وری ۱۳۹۹