د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د افغانستان د خپلواک رادارونو د پروژې په اړه د تالس شرکت له چارواکو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده نن په فرانسه او جرمني کې د تالس شرکت چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د خپلواک رادارونو نصب پروژې د عملي تطبیق او د هیواد د فضا کنټرول خدماتو ښه کولو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د تالس شرکت چارواکو هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د هوایي ټرانسپورټ محدودیتونه لرې شي، او د دې پروژې د عملي کیدو چمتووالی به ژر تر ژره اعلان کړي. همدارنګه یې د ملکي هوايي چلند له ادارې سره د یوه تړون له مخې د هېواد د فضا کنټرول خدماتو د ښه کولو لپاره خپل پلانونه تشريح کړل.

په دې آنلاین ناسته کې د هوایي ټرافیکو د تنظیم او تخنیکي خدماتو رئیسانو، او همدارنګه د ملکي هوايي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ ستر سلاکار هم برخه اخیستې وه.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۳۱ غوئي ۱۳۹۹