د حامد کرزی هوایي ډګر څخه د نړیوالو الوتنو بیا پیل

وروسته د څو میاشتو ځنډ څخه د حامد کرزي هوایي ډګر څخه نړیوال الوتنې سبا له سره پیل کیږي.
ټاکل شوې ده سبا ترکش هوایي شرکت کابل ته الوتنې له سره پیل کړي، او د اماراتو هوايي شرکت به د جون په ۲۵ د دوبۍ او کابل ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي.
ټول هغه مسافرین چې ترکیه، متحده اماراتو، اروپایی هیوادونو او متحده ایالاتو ویزا یا د اوسیدنې جواز ولري کولاي شي سر د سبا څخه نړیوال سفرونه وکړي.
د اریانا او کام ایر په ګډون د هیواد کورنيو هوایي شرکتونو خپل بهرني پروازونه عملاً پیل کړي دی.
د ملکي هوایي چلند ادارې لا دمخه د هیواد په نړیوال هوایي ډګرونو کې د اړینو اقداماتو په پام کې نيولو سره بهرنیو او کورنیو الوتنو پیلولو ته چمتووالی اعلان کړی وو.
د ګرانو مسافرینو او هوایي شرکتونو څخه مو غوښتنه ده چې د سفر له پیل څخه تر پای پورې د هیواد د ملکي هوایي چلند ادارې دستور العمل او د عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنې تعقیب کړي او وقايوي تدابير په پام کې ونیسي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۳ چنګاښ ۱۳۹۹