په ننګرهار ولايت کی د ټول مشرقي ولايتو لپاره د نوي هوایي ډګر د پرانستي مراسم ترسره او د پروژې د لومړنۍ برخی د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د ننګرهار ولايت د هوایي ډګر د پروژې د لومړي پړاو چې د احاطي دیوال، فینس او امنیتي برجونو جوړول پکې شامل دي نن د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې عمومي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د یادي ادارې د پلان او پالیسۍ معین امانزب انصاري، د ننګرهار ولايت والي شاه محمود میاخیل، د لغمان ولايت والي رحمت الله یارمل، په ملي شورا کې د ننګرهار ولایت د خلکو استازو، د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پروژو د تطبيق رئیس نصرت الله تاج، د تدارکاتو امر عبدالغفور اسحاقزی او د ننګرهار هوایي ډګر امر انجینر رحمت الله شجاع په ګډون د خیوي ولسوالۍ په ګمبیري دښته کې افتتاح کړ.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د ختیځو ولایتونو خلکو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال وویل چې د ننگرهار ولايت هوایي ډګر جوړول د ختیځو ولایتونو د خلکو اساسی اړتیا ده.
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده وویل د ننگرهار هوایی ډګر د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر د بدیل په توګه په کابل کې په بیړني حالت، د کابل د نامناسب هوای شرایطو، او همدارنګه د هیواد ختیځ ولایتونه نورو ولایتونو سره وصل کولو کې خورا ډیر اهمیت لري، او د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې او نړۍ بازارونو ته د هیواد د ختیځو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لیږد رالیږد هم اسانه شي او دغه ولایتونه به د هیواد نورو بازارونو پورې وتړل شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس څرګنده کړه چې دا مهال د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د اضطراري او نا مناسب هوا شرایطو په صورت کې، الوتکې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر او یا هم د پاکستان په پیښور کې ناسته کوي. خو د ننگرهار هوايي ډګر په جوړېدو سره به دا ستونزه حل شي.
هغه زیاته کړه چې د ننګرهار د هوایي ډګر د رغونې د پروژې د نورو برخې ډیزاین چې پکې د مسافرینو ترمینل، د هوا پیژندنې تعمير، اطفائيه، د رنوي خط، ټکسوې او رمپ شامل دی د کار لاندی دی او ډير ژر به يې د داوطلبۍ پروسه پیل شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس وویل چې د ننګرهار هوایي ډګر ترمینل ډیزاین کې د عصري او محلي انجینرۍ ترکیب کارول کېږي ترڅو د هیواد بالخصوص د مشرقي ساختماني فرهنګ نمايندګي وکړل شي.
ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د خپلو خبرو په پای کې د ننګرهار هوایي ډګر امر انجینر رحمت الله شجاع له کار او هڅو مننه او قدرداني وکړ.
د یادونې وړ ده چې د یاد شوي هوایي ډګر د جوړولو لومړۍ برخې کار د ۷۹.۹ ملیون افغانیو په ارزښت د افغان ګلوبل نړیوال قراردادي شرکت سره لاسلیک شوې دی او ددی کار د اجراء سره سم به د میدان د پاتی برخو د کار پروسه په متواتره توګه پرمخ بیول کیږی.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۰ چنګاښ ۱۳۹۹