د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ۱۸ کیلو ګرامه څخه زیات خام سره زر چې قاچاق کېدل ونیول شول

درې تنه مسافرین، چې غوښتل یې د FZ 302
د فلای دوبۍ هوایي شرکت له لوري یاده طلا انتقال کړي د 7/6/1399 نېټه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د اولیف ګروپ کارمندان چې د ترمینل VIP په ساحه کې قرار لري د 18.055 کیلو خامه طلا سره ونیول او قانون منګولو ته یې وسپارل .

دغه نیول شوي کسان هریو نورمحمد ستانکزي، محمد فاروق رباني زاده او مسعوده رباني زاده نومېږي، چې د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره کشفي او امنیتي ارګانونو ته وسپارل شول.

د افغانستان د ملکي هوایي خدمتونو اداره د افغانستان په هوایي ډګرونو کې د قاچاق مخنیوی کوي او په خپل وخت یې خپله دنده ترسره او د نړیوالو معیارونو په پام کې نېولو سره د هېواد په هوایي ډګرونو کې د امنیت د ټېنګښت دنده پر غاړه لري.

د عامه اړیکو او ارتباطاتو امریت
۸ سنبله ۱۳۹۹

/////////////

ا