د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر سره لیدنه وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلي پیري مایوډون سره لیدنه وکړه.
په لیدنه کې ښاغلي مایوډون د اروپایي اتحادیې د تور لیست څخه وتلو په اړه د افغانستان د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د پرمختګ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې لخوا د ایکاو د پلټنې د لومړي پړاو ترسره کیدل د نړیوالو معیارونو سره په مطابقت کې د هوایي سکتور د معیاري کولو په لور یو ستر ګام دی. او اروپایي اتحادیه د دې هڅو ملاتړ کوي.


د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د تخنیکي ظرفیتونو لوړولو لپاره د الوتنو خوندیتوب او امنیت ښه کولو کې د هوایي چلند ادارې لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په هیواد کې وروستي سیاسي پرمختګونو ته په پام سره، د هوایي ډګرونو د هر ډول لیږد مسؤلیت باید مسؤلانه او د یوې ټاکل شوی نقشي پر بنسټ یې لیږد ترسره شي. او مخکې لدې باید په مسلکي برخو بدیل ظرفیتونه رامنځ ته شي.
همداراز د اروپایي اتحادیې سفیر ژمنه وکړه چې د اروپایي اتحادیې له اړوندو ریاستونو سره به د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې تخنیکي کارکونکو ته د روزنې او ټرینینګ فرصتونو په برابرولو او د افغانستان د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د اصلاحاتو او معیارونو له پروسې څخه یې د ملاتړ په هکله خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې ددی ادارې عملیاتې مرستیال کیپټان احمد جاوید شهریار، د پلان او پالسی ستر سلاکار امانزیب انصاري هم شتون درلود.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۵ کب ۱۳۹۸